ads

د پكتيا ميوه لرونكې ونې د اور خوراک ګرځي

د پكتيا ولايت اوسېدونكي  وايي چې دولت د دې ولايت ځنګلونه له پامه غورځولي دي. دوی وايي، دولت ورسره نه د ونو په پالنه كې  مرسته كړې او نه يې د مېوو  بازار ورته برابر كړى دی.     د پكتيا ولايت اوسېدونكي  وايي چې دولت د دې ولايت ځنګلونه له پامه غورځولي دي. دوی […]

نویسنده: The Killid Group
8 کب 1389

د پكتيا ولايت اوسېدونكي  وايي چې دولت د دې ولايت ځنګلونه له پامه غورځولي دي. دوی وايي، دولت ورسره نه د ونو په پالنه كې  مرسته كړې او نه يې د مېوو  بازار ورته برابر كړى دی.

 

 

د پكتيا ولايت اوسېدونكي  وايي چې دولت د دې ولايت ځنګلونه له پامه غورځولي دي.

دوی وايي، دولت ورسره نه د ونو په پالنه كې  مرسته كړې او نه يې د مېوو  بازار ورته برابر كړى دی.

د پكتيا ولايت د څمكنيو ولسوالۍ اوسېدونكى علي خان وايي، د دوى په غرونو كې  د مېوو ونې د پخوا په پرتله كمې شوي او زياتوي، له شتو ونو چې كومه مېوه ترلاسه كوي، په  بازار كې په ټيټه بيه خرڅيږي: (( دا خو د دولت كار دی چې راشي ونې وګوري،  په  څه حال دي او موږ ته د خرڅلاو لپاره  سم  بازار پيدا كړي.))

د نوموړي په خبره، د دولت د نه پاملرنې له كبله د دې ولايت ځنګلونه د له منځه تللو په حالت كې دي او زياتوي چې بايد د ځنګلونو په ساتلو او د ترلاسه شوې مېوې لپاره سمه بازار موندنه وكړي.

د پكتيا ولايت په مركز ګرديز ښار كې د واټ پر غاړه د وچې مېوې پلورونكى محمد يوسف وايي، يوازې  دومره پيسې ګټي چې خپله يې وخوري، دومره څه نه شي ګټلاى چې خپل كور ته يې يوسي.

محمد يوسف زياتوي، دولت بايد ورسره مرسته وكړي چې مېوې نورو ولايتونو او يا نورو هېوادونو ته ولېږدوي: (( كه  بازار راته پيدا كړي، هر څوك يې اخلي،  خارج كې مو  د دې مېوې مثال نشته.))

د ګردېز ښار واټ ته څېرمه  د چار مغزو او جلغوزيو پلورونكى ګل حكيم وايي چې له څو ورځو راپه دې خوا يې د سړك غاړې ته  څادر هوار كړى او مېوه پرې خرڅوي: (( پوليس او ټرافيك مو له يوه ځايه بل ځاى ته شړي راشړي، د غرونو خلك يو، همدا مو روزي ده، څوك مو چيغې نه اوري.))

ګل حكيم زياتوي چې دولت ورته نه د مېوې د پلور  بازار  پيدا كړى او نه يې د ځنګلي مېوه داره ونو په پالنه كې  د دوى لاسنيوى كړى: (( په غره كې ونې اوس  هغه ډول نه دي لكه پخوا چې وې، ډېرې كمزورې شوې دي، دولت بايد د دې ونو غم وخوري كه نه  د غره  روزي  به هم راباندې  ودرېږي.))

د پكتيا ولايت يو تن  اوسېدونكى انجينر محمد رفيق عاطف وايي چې  په پكتيا كې په سلګونه جرېبه ځمكه د چارمغزو په ونو پوښل شوې چې مېوه يې ډېر ښه كيفيت لري: (( كاغذي چارمغز لري، په ډېره آسانۍ ماتېږي.))

انجنير عاطف وايي، كه دې چارمغزو ته نړيوال بازار پيدا شي، د پكتيا په اقتصاد كې به  ستر بدلون رامنځته كړي.

د پكتيا ولايت د كرنيزو چارو پوهان په همدې خبره ټينګار كوي چې دولت دې په دې ولايت كې د مېوې لپاره بازار  پيدا كړي.

د همدې ولايت د يو تن انجنير، بسم الله د څرګندونو له مخې، په پكتيا كې داسې سيمې شته  چې په  لويه كچه د چار مغزو او جلغوزيو ونې لري.

نوموړى وايي، كه دولت ورته پاملرنه ونه كړي، كليوال خلك به  له  لوى تاوان سره مخ شي.

د انجينر بسم الله په خبره، د ځدراڼو، جاني خيلو او څمكنيو  په ولسواليو كې په لويه كچه چارمغز كېږي، خو په وينا يې تراوسه دولت د دې مېوو  پالنې او سوداګرۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده كړې.

د پكتيا د كرنې رئيس انجنير نياز محمد ځدراڼ  دا مني چې د دې ولايت وچو مېوه  وړ بازار نه لري، خو په خبره يې دا وخت ډېرې مېوې په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته وړل كېږي او پالونكو ته يې د كمې بيې د خرڅلاو له كبله  ګټه نه رسېږي.

ځدراڼ وايي، مېوې په غېر قانوني ډول پاكستان ته صادرېږي چې له يوې خوا يې دولت ته هېڅ ماليه نه وركول كېږي او له بلې خوا يې پالونكو ته هم لږه ګټه رسېږي.

دكرنې د رئيس په وينا، د غرونو د ونو په پالنه كې يې ځكه  له پالونكو سره مرسته نه ده كړې چې چا په دې اړه  يوه ستونزه  هم  ورسره نه ده  شريكه كړې: (( كه څوك راته ووايي، موږ به يې مشكل واورو، يوه لاربه ورته ولټوو.))

د كرنيزو چارو كارپوهان په دې اند دي كه  دولت د پكتيا مېوه لرونكو ونو ته پاملرنه ونه كړي،  په نږدې راتلونكې كې به د پكتيا له غرونو  شته ونې هم د بې مېوو ونو په كتار كې د اور خوراك شي.

دوى د پكتيا د چارمغزو او جلغوزيو كيفيت ته په كتو له دولت نه هيله كوي چې د ځنګلي ونو د بقا او د سيمې د اقتصادي وضعې په ښه والي كې د پكتيا ولايت د اوسېدونكو  لاسنيوى وكړي.

د يادونې ده  چې د پكتيا ولايت ډېرى غرونه  نږدې درې لسيزې وړاندې په طبيعي ډول په ونو پوښل شوي وو، خو دا مهال د دې ونو نږدې ۹۰% وهل شوې او ډېرې ميوه لرونكې ځنګلې ونې د تبر او ارې خولې ته سمې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA