ads

پاكستان او افغانستان ترمنځ د ترانزيت تړون لاسليك كول

د پاكستان او افغانستان ترمنځ د ترانزيت مسئله، چې له ډېرې مودې راهيسې پرې خبرې روانې وې لاسليك شوه.     د پاكستان او افغانستان ترمنځ د ترانزيت مسئله، چې له ډېرې مودې راهيسې پرې خبرې روانې وې لاسليك شوه. د دغه تړون له مخې افغان سوداګرو كولاى شي د پاكستان له لارې هندوستان ته […]

نویسنده: The Killid Group
28 چنګاښ 1389

د پاكستان او افغانستان ترمنځ د ترانزيت مسئله، چې له ډېرې مودې راهيسې پرې خبرې روانې وې لاسليك شوه.

 

 

د پاكستان او افغانستان ترمنځ د ترانزيت مسئله، چې له ډېرې مودې راهيسې پرې خبرې روانې وې لاسليك شوه.

د دغه تړون له مخې افغان سوداګرو كولاى شي د پاكستان له لارې هندوستان ته خپل مالونه ولېږدوي، چې له كبله به يې په وچه كې راحصار افغانستان دنيا ته لاره پيدا كړي.

دغه تړون به وروسته تر هغې د اجرا وړ وي، چې د دواړو هېوادونو پارلمان يې تصويب كړي.

د دغه تړون پرمهال د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او د امريكې د بهرنيو چارو وزيرې هېلري كلنټن هم شتون درلود.

له تړون وروسته په يوه ناسته كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكې ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك وويل، چې امريكا له پيله د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ښو اړيكو هيله منه وه، چې په وينا يې دا يې ښه بېلګه ده.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال كابل كې رسنيو سره په خبرو كې دا يو نېك او تاريخي ګام وباله او زياته يې كړه، چې په دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې له پسې ښې شي.

د پاكستاني خبري اژانس اى پي پي د معلوماتو له مخې د دغه تړون له مخې به يوازې افغاني مالونه هندوستان ته لېږدول كېږي، له هندوستانه د مالونو رالېږدولو اجازه نشته.

د ياد اژانس په وينا، د دې كار په بدل كې به افغانستان، پاكستاني سوداګرو ته د خپلې خاورې له لارې د منځنۍ اسيا بازارونو ته د تګ راتګ اجازه وركوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA