د پاكستان او افغانستان تر منځ د ګډې پولې پر سر يو لړ اختلافات رامنځته شوي، چې له كبله يې پاكستان، هندي لاريو ته اجازه ورنه كړه، چې سوداګريز توكي افغانستان ته ولېږدوي.
د پاكستان او افغانستان تر منځ د ګډې پولې پر سر يو لړ اختلافات رامنځته شوي، چې له كبله يې پاكستان، هندي لاريو ته اجازه ورنه كړه، چې سوداګريز توكي افغانستان ته ولېږدوي.
د پاكستان د اقتصاد وزارت د چارواكو په وينا، د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ګډې پولې پر سر يو لړ ستونزې راولاړې شوي، چې له كبله يې د سوداګرۍ د تړون پر مسودې لاسليك راتلونكي ته وځنډېد.
سرچينې ويلي، چې افغانستان غواړي د پاكستان له لارې د لاريو په واسطه سوادګريز توكي راولېږدوي، خو پاكستان د احتمالي خطر له كبله له دې كاره انكار وكړ.
سرچينې زياته كړې، چې پاكستان، تر دې وړاندې د افغانستان لخوا هغه وړانديز، هم رد كړى و، چې له مخې يې افغانستان خپل سوداګريزو توكي د پاكستان له هوايي اډو څخه لېږدول غوښتل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ