د امريکا جيولوژيستانو په افغانستان کې د نژدې يو تريليون ډالرو په ارزښت د طبيعي زيرمو د موندلو خبر ورکړى.
د امريکا جيولوژيستانو په افغانستان کې د نژدې يو تريليون ډالرو په ارزښت د طبيعي زيرمو د موندلو خبر ورکړى.
د جيولوژۍ د کارپوهانو په وينا په دې طبيعي زيرمو کې د وسپنې، سروزرو، مسو، ليتيوم، نيوبيوم او کوبالت کانونه شامل دي او بيه يې هومره زياته ده، چې کولاي شي جنګ ځپلى افغانستان د نړۍ د طبيعي زيرمو په يوه لوي صادروونکي هېواد واړوي.
د امريکا جګپوړو چارواکو نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي دي، چې د افغانستان د ليتيوم زيرمې هومره دي، چې کولاي شي افغانستان د نړۍ د ليتيوم په صادرولو کې له سعودي عربستان سره چې د تېلو لوي صادروونکي هېواد دي سيال کړي.
ليتيوم هغه ماده ده چې د موبايل ټلفونونو او برقي موټرو د بتريو په چارجرونو کې کار ترې اخيستل کېږي.
د نيويارک ټايمز د راپور له مخې امريکايي چارواکو په دې وروستيو کې افغان جمهور رئيس حامدکرزي ته هم په دې اړه خبر ورکړي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ