د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د «هوا» په نوم یوې خصوصي راډيو فعالیت پیل کړی چې، د نورو مسایلو ترڅنګ به په خبري، ښوونیزو او د بشري حقونو په برخه کې نشرات وړاندې کوي.
د هوا راډیو مسوولین وايي، که څه هم په هېواد کې یو شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي خو دوی ټولنې ته پر وخت د معلوماتو ورکولو په هدف دغه راډیو جوړه کړې ده.
د دغې راډیو مرستیال مبین میرزا وايي هڅه به وکړي چې، په روانو حالاتو کې له اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره سمې او د نافذه قوانینو په چوکاټ کې خپرونې وړاندې کړي:
«د هوا پکتیا په نوم یادې غږیزې راډيويي شبکې، د افغانستان د ټولو نافذه قوانینو په چوکاټ کې خپل خپرنیز جواز ترلاسه کړ چې، خوشبختانه د دغې راډیويي شبکې ټول فعالیت به په خبري، ښوونیزه او د بشر د حقونو په برخه کې وي.»
بل پلو په پکتیا کې یو شمېر خبریالان وايي چې، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.
خالد ذهین او حبیب الله سراب وايي، له خبریالانو سره په اقتصادي او نورو برخو کې مرستې نه دي شوي او زیاتوي چې، د نړیوالو بنسټونو له لوري ورکړل شوي امکانات، دوی ته نه دي رسیدلي:
«خبریالانو سره د اړونده ټولنو له خوا کومه خاصه مرسته نه ده شوې او نه هغه امکانات چې، دوی ته د نړیوالو بنسټونو له خوا په واک کې ورکړل شوي دي، تراوسه هم پکتیا کې له خبریالانو سره هغه مرستې نه دي شوي.»
«خبریالان له ځینو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي، د محلي رسنیو د تقويې لپاره زموږ له حکومت غوښتنه دا ده ترڅو دوی ته د نظام په ملاتړ اعلانات ورکړي او د هغه په بدل کې دوی باید مالي حمایه کړي، ترڅو رسنۍ پخپله په پښو ودریږي او نشرات لا قوي کړي.»
د افغانستان د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي، که د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ ونه شي، ممکن نورې نورې رسنۍ هم وتړل شي:
«زموږ ټولنه او نورې ټولنې په دې هڅه کې دي چې، نړیوال بنسټونه په دې وهڅوي چې، دغه مهمې برخې ته پام واړوي، که چېرې نړیوال بنسټونه چوپتیا خپله کړي، متاسفانه موږ به د دې شاهدان واوسو چې، زموږ نورې رسنۍ هم وتړل شي»
په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې د تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو په برخه کې پام وړ پرمختګ او زیاتوالی راغی، خو په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر رسنۍ اغېزمنې شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې له سیاسي بدلون وروسته په هېواد کې ۴۴ راډیوګانې بندې شوې، خو لا هم له ۲۰۰ زیاتې راډیوګانې فعالې دي.