نوموړي ویلي، د اسلامي امارت چارواکو ته یې د ښځو د کار او نورو حقونو په اړه خپل پیغام په واضح ډول رسولی، خو په وینایې، وبه لیدل شي چې د افغانستان سرپرست حکومت په دې برخه کې څومره پر خپلو ژمنو عمل کوي.
په همدې حال کې یادې غونډې ته د پاملرنې موسسې مشرې «سوفیا سپریچمن» ويلي، که افغانانو ته بشري مرستې ونه رسېږي، د مړینې له ګواښ سره د مخ کېدو وېره یې بېخي ډېره ده.
نوموړې ویلي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د ټولو خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره سخت دی.
په ورته مهال د یونیسف مشر هم یادې غونډې په خبرو کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه اندېښنه ښوودلې.
د ملګرو ملتونو پلاوي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغلل او دلته یې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره وکتل.