هر کال د سړې هوا په را رسېدو سره؛ یو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو اویا دوکانداران او ډوډۍ پخوونکي د خپلو پخلیو لپاره له ګاز څخه کار اخلي، خو له ګاز څخه په غیرمعیاري توګه ګټه اخیستل د دې لامل شوي دي چې هر کال لسګونه تنه خپل ژوند له لاسه ورکړي.
په تازه پېښه کې؛ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ګازو بالون د چاودنې له کبله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ مسوولینو کلید ته وویل، د یکشنبې په شپه د کابل ښار په برکي څلورلاري کې د ګازو بالون د چاودنې له کبله اور ولګېد چې له کبله یې پنځه تنه ووژل شول.
دا لومړنۍ پېښه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم ګڼو کسانو یا د ګاز نیولو او یا د ګازو له کبله د اورلګېدو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
په ورته وخت کې په کابل کې د استقلال روغتون مسوولین وایي، په روان کال کې نېږدې درې سوه تنو چې د اور لګېدو له کبله زیانمن شوي وو، دغه روغتون ته مراجعه کړې ده چې ډیری پېښې یې د ګازو له کبله رامنځته شوې دي.
د استقلال روغتون د سوځېدنې د څانګې د نرسنګ مدیر فاضل نژنګ وایي، یوازې په درېيو وروستیو میاشتو کې نېږدې سلو تنو چې په بېلابېلو پېښو کې سوځېدلي وو، یاد روغتون ته مراجعه کړې ده.
د هغه په خبره، د هوا په سړېدو سره خلک د خپلو کورونو تودولو لپاره له ګازو ډیر کار اخلي چې د خلکو بې پروایي او د ګازو د بالونونو نه مصوونیت د اورلګېدو لامل کیږي.
په ورته وخت کې په کابل ښار کې یو شمېر ګاز پلورونکي له خلکو غواړي چې د ګاز کارولو په صورت کې باید د ګازو بالون له کوټې یا پخلنځي د باندې کیږدي.
له یوه ګاز پلورونکي سره مو چې خبرې وکړې، وایي، د ګاز له کارولو وروسته باید د ګازو د بالون کلي ټینګه کړل شي.
بلخوا یو شمېر هیوادوال وایي، د ګازو د بیې د لوړوالي ترڅنګ د ګازو د چاودنې او اورلګیدنې لوی لاملونه د ګازو او د بالونونو ټیټ کیفیت دی.
دوی له حکومت څخه غواړي چې د ګازو د بیو او کیفیت په کنترول کې کوټلي ګامونه اوچت کړي.
د خلکو بې احتیاطي، له ټيټ کیفیته بالونونو څخه ګټه اخیستنه او د ګازو د خطرونو په اړه د عامو خلکو نه پوهاوی د ژمي په موسم کې د بالونونو د چاودنې لوی لاملونه بلل کیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ