د دغه وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه څلور تنه مړه شوي او ۲۱ نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۵۱۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۱۴۵ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ