دغه پېښه تېره شپه اووه بجې او ۴۵ دقیقې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دغه خبر په تایید سره وایي، د مظفر شاه او سید علي په نومونو دوه تنه ناپېژندو کسانو ټپیان کړي دي.
د فرامرز په خبره، مظفر شاه د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې او سید علي ایمر جنسي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی دی.
هغه په دې اړه چې وژل شوی کس ډاکتر و او یا نه، څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې وسله وال غله یاد روغتون ته دننه شول، پر شته کسانو یې ډزې وکړې او پیسې یې له ځان سره یوړې.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې یو ځل بیا وسله والې غلې ډېرې شوې او هېوادوال یې سخت اندېښمن کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ