د ملي امنیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې د کامې ولسوالۍ په داربنګ کلي کې د وسله والو طالبانو له یو پټنځای څخه یو میل راکټ، پنځه جوړې نظامي بوټان اووه جوړه لباس،دهشکې شرید،د هانوې ټانک درې زرهې شیشې، درې جایکونه، درې شټپنۍ،شپږ کړۍ لاسي بمونه،څلور بم افګن مرمۍ،۲۵۳ فیره د ام شپاړس او پیکا مرمۍ کشف او تر لاسه کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې له یاد پټنځای څخه چاودیدونکې توکې،مخابره او یو شمېر نور نظامي تجهیزات هم د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ