د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې پرون ماسپښین د وسله والو طالبانو لخوا د هاوان مرمۍ له کبله څلور ماشومان ووژل شول او درې نور یې ټپیان کړي دي.
ددې ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زده وایي چې دا پېښه د غزني په ده یک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
شاهدان وايي، ماشومانو په یوه میدان کې لوبه کوله چې له نامعلوم لوري د هاوان ګولۍ پرې ولګېده.
وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ