د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي بندیانو د خلاصون لړۍ به د جمهور رییس له هدایت سره سم دوام ومومي، په دې اړه به د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه هم کار کوي، تر څو په نتیجه کې تاوتریخوالی راکم شي، مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي او یوې دایمې سولې ته زمینه برابره شي.
که څه تر اوس د بین الافغاني مذاکراتو لپاره وخت او ځای معلوم شوی نه دی، خو د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي چې، تر یوې اونۍ به په اړه نور معلومات ډاګه کړي.
طالبانو هم د بندیانو له تبادلې هرکلی کړی دی او ویلي دي چې د پنځه زره طالب بندیانو له خلاصون سره سم په یوه اونۍ کې به بین الافغاني خبرې پیل کړي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه یو وار بیا د پروان، سمنګان او کاپیسا کې د حکومت ۲۲بندیانو خوشې کولو خبر ورکړی دی، تېره ورځ یې ۴۶ حکومتي بندیان خوشې کړي و.
افغان حکومت ددغو بندیانو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ