د پکتیکا ولایتي روغتون یو روغتیا پال محمد اقبال کلید ته وویل، له څو میاشتيو راهیسې د معاش د ډېرېدو او پر وخت ورکړې غوښتنه کېږې، خو تر اوسه يې عملي هېڅ هم نه دي لیدلي.
هغه څرګندوي: «که له دې وروسته يې معاش او نور امتیازات پر خپل وخت ورنه کړل شي، روغتون تړي اوپه خبره يې مسولیت به يي د پلي کوونکې موسیسې (او اچ پي ام) پر غاړه وي.»
ډاکتر غوث الدین دانش وايي، د ننني اعتراض درې عمدي غوښتنې که يې ونه منل شي، دوی اړ دي په نورو لارو چارو غور وکړي او یا هم د دندو پريښودو ته اړ شي.
نوموړي وویل: «معاش باید پر خپل وخت ټولو کارکوونکو ته ورکړل شي، حق الخطر چې د هغه په خبره د دوی قانوني حق دی ونه ځنډول شي او د فیصدي امتیاز يې ژر تر ژره ورته ورکړل شي.»
د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکتر اسدالله رسولي کلید سره په خبرو کې وویل، په ټول هېواد کې د روغتیايي کارکونکو د معاشونو د ځنډ او امتیازاتو د کمېدو ستونزه شته، خو د حل په هدف يې کار روان دی: «دا مسله په ټول هېواد کې شته ده، خو د حل په هدف یې هڅې روانې دي.»
هڅه مو وکړه، د ولایتي روغتون د روغتیا پالانو کاري اعتصاب په اړه د پلي کوونکې موسیسې ( او اچ پي ام) نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نشول.
یاده دي وي چې تر دې وړاندې هم څو ځله په پکتیکا کې د روغتیا برخي پلي کوونکې موسیسې (او اچ پي ام) له خدماتو روغتیا پالانو او ځايي خلکو څخه شکایتونه کړي او دوه ځله خو يې پر خلاف لاریونونه هم شوي دي.