وروسته له هغې، چې د سوريې جمهور رئيس وسله والو ته د تسليمېدو په صورت کې د بښنې اعلان وکړ، لسګونو وسله والو د سوريې پوځ ته ځانونه سپارلي دي.
د راپورونو له مخې، تسليم شويو وسله والو د حمص په بېلابېلو سيمو کې فعاليت کاوه.
بشارالاسد دا اعلان وروسته له هغې کړى، چې حکومتي ځواکونو د حلب ښار په بشپړ ډول د وسله والو له شتونه پاک کړ او د يوې هوکړې له مخې يې وسله والو او اوسېدونکو ته د وتلو لار پرانيستل شوه.
د حلب ښار تر نيولو وروسته داسې هيلې پيدا شوي، چې ښايي د سوريې پنځه کلنه جګړه د پاى ته رسېدو په حال کې وي، خو لا هم پر ځينو سيمو وسله والې ډلې واکمنې دي.