د اداري فساد په ضد د مبارزې ابتداييه محکمې له لوري د علني غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د پوهنې رياست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد په قضيه کې په شپږ – شپږ مياشتې تنفيذي بند محکوم شول.
د ننګرهار د رسنيو دفتر وايي، د علني غونډې په پيل کې موظف څارنوال د تورونو په وړاندې برابره شوې صورت دعوه واوروله، چې د تورنو مدافع وکيلانو يې دفاعه کوله.
په علني غونډه کې د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي او د دې رياست نورو منسوبينو هم خپلې خبرې او معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.
په پايله کې د اداري فساد په ضد د مبارزې ابتداييه محکمې قضايي پلاوي د قضيې د طرفينو په شتون کې د رايو په يووالي سره د پوهنې رياست درې تنه اداري کارکوونکي د ۴۰ زره افغانيو اداري فساد په قضيه کې د جزا قانون د ۲۷۰ يمې مادې د دويمې فقرې پر بنسټ هر يو تن د نيولو د نېټې په پام کې نيولو سره په شپږو – شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
د غونډې قضايي پلاوي وويل، د تورنو په اړه شوې پرېکړه وروستۍ نه ده او کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي.