کابل ښاروالۍ، د پنځمې ناحيې د کمپنۍ څلور لارې، د لاسي پلورونکو له شتون څخه پاکه کړه.
د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبيبي وويل، ددغه ګام موخه د ګڼې ګوڼې مخنيوی او د وسايطو پر مخ د سړکونو خلاصول دي.
حبيبي وايي، هېڅوک او يا ډله د عمومي سړکونو د بندېدو حق نه لري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
د نوموړي په وينا دغه پروسه به د کابل ښار په ټولو ناحيو کې په جديت سره عملي کړي او سړکونه به د وسايطو پر مخ خلاص کړي.
په همدې حال کې هغو لاسي پلورونکو ته چې په عمومي سړکونو ورته د کاروبار اجازه نه ورکول کېږي وايي، چې ښاروالي بايد دوی ته يو بل مناسب ځای په پام کې ونيسي.
دوی چې ځانونه د کورنۍ د اړتياوو پوره کوونکي بولي زياتوي، که چېرته دولت دوی ته بل مناسب ځای په پام کې ونه نيسي، نو په مظاهرو به لاس پورې کړي.