د نايجيريا پوځي چارواکو اعلان کړى، چې د دغه هېواد په شمال ختيځ کې يې د بوکو حرام ډلې له منګولو ۸۵ کسان خوشې کړي دي.
د خوشې شويو كسانو ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، چې په چوکونګودو ښار کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې خوشې شول.
په يادو عملياتو کې د بوکو حرام ډلې پنځه وسله وال هم وژل شوي او د بم جوړولو يوه ستره فابريكه يې له منځه وړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د نايجيريا پوځ د تېرې شنبې په ورځ هم په همدغه سيمه کې د بوکو حرام وسله والې ډلې ۳۷ کسان وژلي وو.
د راپورونو له مخې، پوځي عمليات اوس هم په ياده سيمه کې دوام لري او پوځ هوډ کړى، عمليات به يې تر هغې روان وي، چې سيمه يې د ترهګرو له شتونه پاکه کړې نه وي.