په خوست کې د۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت يو ملي پارک ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دا تفریحي پارک د خوست ښارلويدیځه برخه کې د پروژې باغ ترڅنګ موقیعت لري، چې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزرات په مالي لګښت له هغو پیسو جوړ شوی چې هرکال د وزارت لخوا هغو ولایتونوته د جایزې په توګه ورکول كېږي چې د مخدره موادو کرکیله په کې صفر شوې وي.
د خوست ملي پارك د پرانيستې په مراسمو كې د مخدره توكو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي هم ګډون كړى و او په خپله وينا كې يې وويل، دوی په خوست کې د نورو اړینو پرژو د پلي کولو په هڅه کې دي: (( ولايتي ادارې په ټولو هڅو دلته د كوكنارو كچه صفر ته راښكته كړې، موږ هڅه كوو چې ګڼې پروژې دلته پلې كړو.))
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وویل یاد شوی پارک پر ۴۸ جریبه ځمکه د اتلسو میاشتو په موده کې جوړشوی دی
والي د مخدره توكو پر ضد د مبارزې وزارت له چارواکو څخه د زراعت او نور رغیزنیزو پرژو غوښتنه هم وكړه: (( خوست ولايت كې يو لوى تفريحي پارك د ۶۱ ميليونه افغانيو په لګښت د جي پي آى پروګرام له لارې جوړ شوى، دا بسنه نه كوي، خوست يو كرنيز ولايت دى او دلته د ګڼو پروژو پلي كېدو ته اړتيا ده.))
یاد تفریحي پارک د يو جومات تر څنګ د فوټبال، والیبال او كركټ لوبغالي هم لري. دغه راز د خوست په ملي پارك كې د ماشومانو لپاره د تفريح او ساعت تېرۍ ځانګړي ځايونه هم جوړ شوي دي.