د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، چې د دې ولايت امنيه قوماندان د وسله والو د ځپلو په هدف له امنيتي ځواكونو سره يو ځاى په عملياتو كې برخه اخلي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني كليد ته وويل، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د دې ولايت په بېلابېلو برخو كې امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قايم د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي هڅې كړې دي.
د نوموړي په وينا، تېره شپه د کاپيسا په مرکز کې پنځو تنو وسله والو مخالفينو پر يوه مرکزي پوسته بريد کړى و، چې وروسته په جګړه كې امنيه قومندان هم برخه واخيسته، دوه وسله وال يې ونيول او درې تنه نور د پوليسو تر څارنې لاندې دي.
د يادونې وړ ده، کله چې درې مياشتې وړاندې مل پاسوال احمد فهيم قايم د کاپيسا امنيه قوماندان وټاکل شو، له خلکو سره يې ژمنه وکړه، چې په کاپيسا کې هر ډول امنيتي ستونزې له منځه وړي او تر دې دمه يې ګڼ شمېر غيرې مسوول وسله وال زنداني کړي دي.