د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د الکوزي احمد شاه بابا په نوم د زونونو د څلور ورځنيو سياليو لړ کې بند امير کرکټ لوبډلې بوست لوبډلې ته د ۸۳ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د الکوزي احمد شاه بابا په نوم د زونونو د څلور ورځنيو سياليو لړ کې بند امير کرکټ لوبډلې بوست لوبډلې ته د ۸۳ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
د دغې څلور ورځنۍ لوبې پچه د بوست لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
بند امير په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۷۴ اعشاريه ۳ اورونو کې ۲۷۵ منډې جوړې کړې، بوست د بند امير ۲۷۵ منډې په لومړۍ پاڼۍ کې پوره نه شوې کړای او ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۶۷ اعشاريه ۲ اورونو کې ۲۶۸ منډې جوړې کړې.
د بند امير زون لوبډلې پخپله دويمه پاڼۍ کې په ۹۰ اورونو کې ۳۱۱ منډې جوړې کړې.
د بوست لوبډلې بيا هم د بندامير د دويمې پاڼۍ۳۱۱ منډې پوره نه شوې کړای او په ۷۴ اورونو کې يې خپل ټول لوبغاړي د ۲۳۵ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عمران جنت ته ورکړل شوه.