د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې امريت له لوري په مرکز ميدانښار کې د دغه ولايت د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن پيل شوې، چې شاوخوا اته اونۍ به دوام وکړي.
د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې امريت له لوري په مرکز ميدانښار کې د دغه ولايت د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن پيل شوې، چې شاوخوا اته اونۍ به دوام وکړي.
د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې امر عين الدين حقبين وايي، د دې سياليو له جوړولو څخه يې هدف د زونونو ترمنځ د راتلونکو فوټبال سياليو لپاره له ميدان وردګو ولايت څخه د پياوړې لوبډلې ټاکل دي.
هغه زياته کړه، هره لوبډله چې د دې سياليو لومړى مقام ترلاسه کړي، د زونونو ترمنځ د فوټبال په جوړېدونکو سياليو کې به د ميدان وردګو ولايت استازيتوب وکړي.
هره ورځ به د دغو سياليو د ګډونوالو دوو لوبډلو ترمنځ يوه سيالي ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ