د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه، چې تېره شپه په كويټ هېواد كې ترسره شوه، يو پر صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا لوبه، چې تېره شپه په كويټ هېواد كې ترسره شوه، يو پر صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
يواځينی ګول د افغانستان لخوا يوسف مشرقي وواهه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش كليد ته وويل، چې دا لوبه د اسيا چلينج کپ سياليو ته د چمتووالي په لړ كې ترسره شوه.
د دانش په وينا، سبا د چهارشنبې به ورځ به افغانستان او کويټ هم يوه دوستانه لوبه وكړي.
د فوټبال ملي لوبډلې د مې په څلورمه نېټه په يوه دوستانه لوبه كې له تاجكستان څخه ماتې وخوړه، خو تر هغې وړاندې يې له قرغزستان سره يوه بله لوبه مساوي پاى ته ورسېده.
د اسىا چلينج کپ سيالۍ د غويي په دېرشمه نېټه په مالديف كې د اتو هېوادونو په ګډون پيلېږي، چې افغانستان به پكې د فليپين، ترکمنستان او لاووس له فوټبال لوبډلو سره لوبې وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ