د جنوبي اسيا د فوټبال د ۱۶ کلنو لوبغاړو تر نيمه پايلوبې وړاندې هندي روزونکي د افغان لوبغاړو ستاينه کړې ده. د نيپال په کټمنډو کې نن له ترسره کېدونکې نيمه پايلوبې وړاندې د هند د ملي لوبډلې روزونکي ګوتهم ګوش رسنيو ته وويل، چې افغان لوبډله پياوړې ده.
د جنوبي اسيا د فوټبال د ۱۶ کلنو لوبغاړو تر نيمه پايلوبې وړاندې هندي روزونکي د افغان لوبغاړو ستاينه کړې ده.
د نيپال په کټمنډو کې نن له ترسره کېدونکې نيمه پايلوبې وړاندې د هند د ملي لوبډلې روزونکي ګوتهم ګوش رسنيو ته وويل، چې افغان لوبډله پياوړې ده.
ګوتهم ګوش خبريالانو ته وويل، افغان لوبډله په دوديز ډول لوبه کوي، چې دوه په بريد، څلور په منځ او څلور لوبغاړي په دفاع کې لري.
هند چې په دغو سياليو کې په بي ګروپ کې له بنګله دېش او سريلنکا سره و، دواړه لوبې يې وګټلې.
افغان لوبډله په اې ګروپ کې وه او له دريو لوبډلو سره مخامخ شوه.
افغانستان له پاکستان او کوربه هېواد نيپال سره لوبې مساوي کړې او له بوټان څخه يې درې يو وګټله.
په افغانستان کې فوټبال په تېره لسيزه کې خورا ډېر پرمختګ کړى او ملي لوبډله اوس په نړيوالو درجه بنديو کې تر هند، پاکستان او د جنوبي اسيا له نورو هېوادونو وړاندې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ