د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې،وروستیو سېلابونو هغه سیمې وځپلې چې اوسېدونکو یې وار له مخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوله.
ډبلیو اف پي وايي، په افغانستان کې د هوا د خرابوالي ډېرېدل عادي شوي خو خبرداری یې ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې د دې احتمال شته، چې د خوراکي توکو پر خوندیتوب پراخې اغېزې وکړي.
یاد سازمان د هېواد په شمال په تېره بيا بغلان کې دوه مياشتې مخکې راغلي سېلابونه د اقلیم د خرابېدو نښه بللې ده.
د یادونې ده چې په بغلان کې د سېلاب له امله له درې سوو څخه زيات کسان مړه او تر يو نيم زرو زيات ټپيان شول، دغو سېلابونو زرګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.