یاد وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي او د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور استازي حضور لري.
ټاکل شوې چې ياد پلاوی په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون پرانیسته او د «تجارتي تواصل» په کنفرانس کې ګډون وکړي.
ويل کېږي چې په ياد نندارتون کې د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعتکاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع، او وچې ميوې هم نندارې ته وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزو اړیکو کې پراختیا راغلې .