یاد وزارت په خپل تازه راپور کې چې د (انساني قاچاق راپور) نوم یې ورکړی ویلي چې د ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان په ایران کې د توقیف پر مهال له سختو فزیکي ځورونو سره مخ شوي او د اوبو او خوړو له کمښت او نشتون سره سره د اوږدې مودې لپاره په سختو شرایطو کې ساتل شوي دي.
دغه راز ویل شوي چې نیول شوي افغانان د ایران د سرحدي پولیسو د ګولیو د ټپونو له امله له روغتیايي خدمتونو او حتی د درملنې څخه لرې ساتل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایراني چارواکو د ۲۰۲۳م کال تر پایه له ۳۴۵زرو ډېر افغانان نیولي او له هېواده ايستلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت یوه پلاوي ایران ته د سفر پر مهال په د غه هېواد کې د بندیانو په اړه خبرې کړې وې.