د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ او د سعودي عربستان په مالي لګښت د خوږیاڼو ولسوالۍ لوخي سیمې اوسېدونکو ته د پاکو اوبو یوه شبکه تر جوړېدو وروسته پرانېستل شوه.
د ننګرهار کلیو او پرختیا ریاست رییس مولوي قسمت الله مبارز وايي، په یاده شبکه ۷ ملیون افغانۍ لګښت راغلی، چې ۸۱۶ کورنۍ يې له پاکو اوبو برخمنې شوې.
نوموړي وويل:
«۸۱۶ کورنۍ به ترې ګټه اخلي انشا الله او د دې شبکې جوړیدو سره به د پاکو اوبو په برخه کې د دې سیمې د اوسېدونکو ستونزې به حل شي لخیره»
د سيمې اوسيدونکې د پاکو اوبو د یادې شبکې له جوړېدو خوښ دي او له حکومت نه د لا نورو مرستو غوښتنه کوي.
د خوږياڼو ولسوالۍ لوخي سیمې اوسېدونکی حامد وايي:
«د کلیو اوپرختیا ریاست او ډاکار موسسې نه ډېره مننه کوو، چې د پاکو اوبو دغه شبکه یې موږ ته جوړه کړه، موږ هیله لرو، چې په نورو برخو کې هم له موږ سره همکاري وکړي»
بل لورته د ډاکار موسسې مسؤولین د سیمې له اوسېدونکو غواړي، چې د پاکو اوبو د یادې شبکې څخه سمه ساتنه وکړي.
د ډاکار موسسې استازی طیب الله سردارزی وايي، که په سم ډول یې ساتنه ونه شي؛ نو وېره شته، چې د سیمې اوسېدونکي به بیا د پاکو اوبو له نشت سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړه:
«زموږ هیله له ټولو ولسونو څخه دا ده، چې د دې شبکې سمه ساتنه وکړي او که ساتنه یې ونه شي ښايي په لنډ وخت کې دوی بیا د پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي»
د یادونې ده، چې یاده شبکه د ۸۰ متره مکعب په اندازه کانکریتي ذخيره لري، چې تر ۸ کيلو متره واټنه پورې ترې له ۲۱۶ نلکو خلک استفاده کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ