امریکا په څه باندې ۴۰۰ هغو کسانو او بنسټونو بندیزونه ولګول، چې محصولات او خدمات یې د اوکراین پر ضد جګړه روانه ساتي.
د امریکا د مالیې وزارت د یوې خبر پاڼې له مخې ویلي چې په دغو بندیزونو کې لسګونه شرکتونه او بنسټونه چې په چین، روسیې، ترکیه، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو کې دي، شامل شوي.
د دغه وزارت وزیرې جنیت یلن ویلي د روسیې جنګي اقتصاد له نړیوال مالي سیتسم څخه منزوي شوی او دغه کار د کرملین پوځ اړکړی، چې بهرنۍ نړۍ ته لاس اوږد کړي.
نوموړې ویلي چې دا بندیزونه به هغه لارې او سرچېنې وځپي چې روسیې ته ترې مواد او تجهیزات برابرېږي.
د امریکا د مالیې وزارت ویلي دي چې د دغو بندیزونو هدف د هغو مالي موسسو په وړاندې د خطرونو زیاتوالی دی چې د روسیې له جنګي اقتصاد سره همکاري کوي.
د یادونې ده چې پر روسیې دا نوي بندیزونه داسې مهال لګول کېږي چې د جي ۷ هېوادونو مشران په ایټالیا کې سره راټولېږي ترڅو له اوکراین سره په مرستو خبرې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ