له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ژغورنې دغه عملیات ستونزمن وو او زیاته کړې یې ده چې پر مهال یې یو تښتونکی وژل شوی او ۵ نور نیول شوي دي .
ویل کیږي چې تښتول شوی ماشوم د یوه سوداګر زوی وو او څو ورځې وړاندې په بلخ ولایت کې وتښتول ، تښتوونکو د ماشوم د پرېښودو په بدل کې د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه.
د کورنیو چارو وزارت د ژغورل شوي ماشوم انځور هم خپور کړی او ویلې یې دي، وروسته به د پېښې ټول جزیات شریک کړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د تښوتونې په تور په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه کسان نیول شوي وو.