د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغو کارپوهانو په فلسطین کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون د دغه هېواد په رسمیت پېژندنه په منځني ختیځ کې د سولې د تامین لپاره یو مهم ګام بللی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د فلسطین په رسمیت پیژندل به د فلسطینیانو د حقونو او د ازادۍ او خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د مبارزې د تایید لپاره یو اقدام وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ اسپانیا، ایرلنډ او ناروې هم فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده.