د نوموړي اړوند ایډلایډ سټرایکرز لوبډلې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې خان په ملا کې ټپ لري او ډاکټرانو ورته د نه لوبېدو توصیه کړې.
یادې لوبډلې د راشد ټپي کېدل د خپل ځان لپاره یوه لویه ضایع بللې ده.
تر اوسه راشد خان او افغان کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نوموړي د ټپي کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې ټاکل شوې افغان لوبډله په نږدې راتلونکې کې د راشد خان په مشرۍ له هند سره درې شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ