ads

د هلمند اوسېدونکي د روغتیايې خدماتو له نشتوالي او کموالي شکایت کوي

د هلمند د لیرې پرتو ولسوالیو یو شمېراوسېدونکي وايي چې د لرې واټن او لارې خرابوالي له کبله يې ځیني وخت ناروغان روغتون ته تر رسیدو مخکې ساه ورکوي

حضرت محمد روحاني
9 وږی 1403
د هلمند اوسېدونکي د روغتیايې خدماتو له نشتوالي او کموالي شکایت کوي

د هلمند دواشېر، ګرمسېر، اوموسی کلا ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي ، دروغتیايي خدماتو کموالي له کبله له بېلابېلو روغتیايې ستونزو سره مخ دي .
د دوی په خبره اکثره وختونو د لارو د خرابوالي له امله یې بیړني ناروغان روغتون ته په لاره ساه ورکوي .
د دې ولایت د واشېر ولسوالۍ د«پساوو» سیمي اوسېدونکي احمد میر او حاجي نعمت الله کلید راډيو ته وویل ؛ دورغتیايې خدماتوپيکه والي او د لارې لرې واټن او خرابوالي له کبله يې یوازې تېر ژمي کې څلورتنه کلیوالو خپل ژوند دلاسه ورکړی دئ .
« زما زوي خپل ناروغ وه تېره شپه څلورو سیمه ییزو ډاکټرانو ته وړی دي خو درملنه ونه شوه اړ شوم دلته بست روغتون ته یې راوړم زموږ په سیمه کې هیڅ روغتیایي مرکزوشتون نه لري «
« زموږ په سیمه کې هیڅ روغتیایې مرکز نشته اړیو خپل ناروغان د غه بست روغتون ته راوړو داسي ډېری پېښي شوي دغه سږکال په ژمي کې څلور تنه بست روغتون ته دانتقال پرمهال په لارو کې ساه ورکړي «
هغوی د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو څخه غوښتنه کوي چې په سیمه کې دې روغتیایې مرکزونه جوړ کړي او درمل او نور تجهزات په کافي اندازه ورکړي ترڅو ددوی ستونزې هوارې شي .
د هلمند موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي بیا دورغتیايې ستونزو ترڅنګ په خصوصي روغتونونو کي له لوړه لګښت څخه شکایت کوي دوی له حکومت پخپلو ولسوالیو کې دمعیاري روغتیايې خدماتو غوښتنه کوي .
ضیا الحق او سپین ګل یې په اړه وایې :
« په موسی کلا ولسوالۍ کې موږ کلینیک نه لرو دلته موږ راځو ۸ زره افغانۍ راباندي لګښت راځې دلته موږ هوټلونو کې لس ورځې ورته تېره وه دلته هم د مریض درملنه د خلکو د بېرو بار له امله په ځنډ کېږي «
« زموږ په ولسوالۍ کې که څه هم یو روغتیایې مرکز شته خو هلته درملنه داسي ده چې اولني درملنه وکړي بیا راته وایې بست روغتون ته یو سه اوس مې ناروغ راوړی دی دلته بست روغتون کې بستر دی«
بلخوا بیا د هلمند عامي ریاست د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې د ولسي وګړو ځیني روغتیايې ستونزې مني خو دحل لپاره يې د دوامداره هڅو ډاډ ورکوي .
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید کلید راډیو ته وویل ؛ د خلکو ستونزې پرځای دي خو دوی هڅه کوي ترڅو د ۸ ساعته روغتیایې مرکزونو خدمات ۲۴ ساعته کړي .
« ستونزې شته خلک د روغتیایې مرکزونو د ارتقا ء او۲۴ ساعت خدماتو غوښتنه کوي ولي سپينو ساحو کې زموږ روغتیایي مرکزونو شمېر که ۲۸۸ ته ورسیږي د خلکو ستونزي به ورسره حل شي «
د هلمند دعامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۳۲ روغتیايې مراکز فعالیت کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۱۲ زره ناروغان ورته مراجعه کوي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA