ads

روزګان کې د څلوېښت کلنې دښمنۍ حل

په ارزګان کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د ۴۰ کلونو دښمني حل شوه.
په دښمنۍ کې ښکېل اړخونه خوشاله دي او له نورو کورنيو څخه هم غوښتنه کوي چې خپلو تېرو دښمنيو ته د پای ټکی کېږدي.

احسان الله ولسمل
31 زمری 1403
روزګان کې د څلوېښت کلنې دښمنۍ حل

دلته سلګونه هغه ديني عالمان او قومي مشران راټول شوي او د يوي داسې دښمنۍ حل کول غواړي چې ريښي يې د ۴۰ کلونو څخه پاته دي.

په دغه دښمنۍ کې ښکيل اړخونه وايي د دښمنۍ په ختميدو سره داسې احساس کوي لکه پر دوی چې د اختر ورځ وي.

فضل محمد او شيراغا يې په اړه وايي:«

نظرمحمد:«ددغې شخړي حل کولو زموږ د دواړو طرفونو خوښه ده زموږ ماشومانو د خوشحالۍ څخه لاسونه سره کړي دي موږ ډير د خوشحالي احساس کوو.»

رحمت الله:«زه او زموږ د کورنۍ غړې ددغې شخړي له امله ډير ستړي وه کشران مو هم ستړي وه مشران مو هم ستړي وه ځکه د مشرانو او کشرانو په منځ کې موږ اوبه ور تيري کړي.»

په ياد ولايت کې د قومونو  او قبايلو چارو امريت ځايي مسولين وايي دغه شخړه ۴۰ کاله وړاندې رامنځته شوي وه چې پرمهال يې د يوې کورنۍ دوه غړو ته مرګژوبله اوښتي وه.

هغوي وايي چې د قومي مشران او ديني عالمانو  دغه ډول پريکړي ځکه ډيرې باوري دي چې د محکمو لخوا هم تاييد شوي دي.

د قومونو او قبايلو چارو آمر مولوي عبدالهادي امين وايي:«موږ پر تاسو باندي بیا هم دغه ږغ کوو چې په هره ځاي کې د دوه کورنيو ترمنځ شخړي پیښيږي هغوي دي ددغې لاري حل کوي.»

يو شمير قومي مشران او ديني عالمان وايي د دوی په منځګړيتوب ځکه د دښمنيو ختميدل ګټور دی چې لګښت يې لږ او دواړو خوا ته د منلو وي.

هغوی له نورو کورنيو څخه هم غوښتنه کوي چې خپلو تيرو دښمنيو ته نور د پاي ټکی کښيږدي.

يو تن ديني عالم حاجي محمد رسول کليد ته وويل:«دغه زموږ يو پخوانۍ رواج او کلتور دی چې موږ دغه سي لويي دښمني ددغې طريقي حل کوو.»

ځايي مسولين وايي په هېواد کې لسيزي جګړې ددې لامل شوي چې په کليوالو سيمو کې شخصي دښمنۍ وزيږوي چې اوس مهال يې دوی په حل کولو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA