ads

د بلخاب اوسیدونکي؛ لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لرو

د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوسیدونکي له اسلامي امارت غواړي، چې د تعلیم، روغتیا، بیارغونې، برېښنا لویو لارو او دې ته ورته نورو اسانتیاوو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د حل غوښتنه یې کوي.
بلخوا د بلخاب سیمه ییز مسوولین وایي، ستونزې یې له لوړ پوړو چارواکو سره شریکې کړي، چې څه ناڅه حل شوي او د نورو د حل په هڅه کې دي.

احمدالله ستانکزی
31 زمری 1403
د بلخاب اوسیدونکي؛ لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لرو

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند لومړنیو خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري او له حکومته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د یادې ولسوالۍ اوسيدونکي وایي، له مرکز سرپل سره د غځېدلې لویې لارې خرابوالی، د روغتیایي کلنیکونو او د ښوونځیو د ودانیو نشت، د مخابراتي شبکو، برېښنا او د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی یې هغه اساسي ستونزې دي، چې د دوی ژوند یې سخت کړی دی.

 د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي علي امامي او صفرالدین وایي، سړکونه یې خام دي، خپل ناروغان تر مزارشریف ښار پورې په ۱۲ ساعتونو کې او که کابل ته یې لېږدوي په دوو ورځو کې رسېږي:

 « کله چې موږ خپل ناروغ له بلخاب څخه کابل ته انتقالوو، لومړۍ ورځ په بامیانو کې تم کېږو او دویمه ورځ بیا کابل ته رسېږو. همداراز موږ تر مزارشریف ښاره هم که موټر خراب او پنچر نه شي په ۱۲ یا ۱۵ ساعتونو کې رسېږو، چې لاره ډېره خرابه ده.»

« د خلکو اساسي ستونزې د لارې خرابوالۍ، د کلنیکونو، ښوونځيو، پاکو اوبو او د برېښنا نشتون دی، چې خلک له سختو ستونزو مخ دي.»

د سرپل بلخاب ولسوالۍ له بامیان، بلخ، او سمنګان ولایتونو سره ګډه سرحدي پوله لري.

دغه ولسوالۍ د سرپل ولایت یو له غرنیزو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، چې له مرکز سره په ۲۰۰ کلیومترۍ کې موقعیت لري او د لویې لارې خرابوالی یې په ځانګړي ډول د موټرچلوونکو ژوند ننګولی دی.

موټر چلوونکی غلام سخي د لارې د خرابوالي په اړه داسې وایي:

« موټر چلوونکي د لارې په اوږدو کې واقعیت له ډېرو مشکلاتو سره مخ وي، موټر خرابېږي یا پنچر کېږي او ښار ته په ډېر ځنډ رسېږو. له حکومت نه غوښتنه کوو، چې لارې او سړکونه دې پاخه، پُل او پُلچکونه دې اساسي جوړ کړي.»

بل لور ته د بلخاب ولسوال، احمد حسین سنګر دوست د شته ستونزو پخلی کوي او د یادې ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو ته د ډاډ ترڅنګ وایي، د ولس ټولې ستونزې یې تر لوړو چارواکو رسولي، ترڅو د حل په موخه یې عملي اقدام وکړي:

« د بلخاب سړک خراب دی، ځکه پخوا په دغه لاره بار وړونکي موټر ډېر تېر شوي، چې وزن به یې زیات و او سړک تخریب شوی او بل لامل یې دا دی، چې په تېرو دوو، درېیو کلونو کې سېلابونو هم سړک ویجاړ کړی دی. دغه موضوع مو د ولایت مقام او مرکزي چارواکو سره شریکه کړې، تمه لرو، چې په ټولو برخو کې جدي او عملي اقدام وشي.»

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په څه باندې ۹۰ کلیو کې سل زره کورنۍ استوګنې دي، چې مېشت اوسېدونکي یې په ورځني ژوند کې په کرنه، مالدارۍ او د ډبرو سکرو په کیندنه بوخت دي؛ خو پر دې سربیره، په سرپل ولایت کې د زیاتره ولسوالیو اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې، پاکو اوبو، برېښنا او د لویو لارو د خرابوالي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA