ads

حقاني؛ د دواړو نظامونو کونډو یتیمانو ته خپل حقوق ورکول کېږي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال یې څه باندې ۶۰۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته میاشتني حقوق ورکړي دي.
د یاد وزارت مسؤولینو د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي چې دغه وزارت تر اوسه څه باندې ۱۶۵ زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت کړي چې د بانکې سیسټم له لارې دوی ته هره میاشت خپل حقوق ورکول کېږي.

اسلام الدین احمدي
31 زمری 1403
حقاني؛ د دواړو نظامونو کونډو یتیمانو ته خپل حقوق ورکول کېږي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوؤلینو د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې وویل چې تېر کال یې څه باندې ۶۰۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۱۵ میلیارده ۴۰۷ میلیونه ۳۸۲ زره افغانۍ میاشتني حقوق ورکړي دي.

‏د دغه وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني وايي، چې یاد وزارت په تېر کال کې د څه باندې ۲۷۱ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو تصفیه ترسره کړې چې په پایله کې یې څه باندې ۲۸ زره غیر مستحق پېژندل شوي دي.

«په تېر کال کې د خیریه موسسو لخوا له څه باندې ۸۹زره کونډو، یتیمانو او معلولینو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده. وروستي یوه کال کې له ۶۷ خیریه موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک او د ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړمنو او مستحقو کسانو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.»

حقاني همدارنګه زیاته کړه چې تر دې دمه څه باندې ۶۵۳ زره کونډې، یتیمان او معلولین تثبیت شوي چې له دې جملې څه باندې ۲۶۴زره تنه یې په سیستم کې درج شوي دي.

هغه وویل، له یاد وزارت سره د اسلامي امارت څه باندې ۱۶۷ زره کونډې، یتیمان او معلولین او د تېرې ادارې د وژل شویو عسکرو او منسبینو څه باندې ۱۲۲ زره کونډې، یتیمان او معلولین ثبت او راجسټر شوي دي.

«څه د پاسه ۳۶۹زره یتیمانو کې ۱۶۳ زره ۴۷۹ تنه یې ښځینه او ۱۶۲ زره ۱۹۵ تنه یې نارینه یتیمان دي، څه باندې ۹۴ زره کونډې او څه باندې ۱۸۹ زره یې ښځینه او نارینه معلولین دي.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي کلیم الله افغان وویل، په هېواد کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو د هستوګنې لپاره په یو شمېر ولایتونو کې ځمکې ځانګړې کړي او دا لړۍ دوام لري.

«یاد وزارت په تېر کال کې ۳زره ۸۸۵ تنه معلولینو، کونډو او یتیمانو ته د نویو مصنوعي اعضاوو جوړولو، ترمیمولو، فیزیوتراپي، د غوږونو، ذهني او رواني درملنې په برخو کې پام وړ خدمتونه وړاندې کړي دي.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د کونډو، یتیمانو او معلولینو ثبت، د نغدي او غیر نغدي حقوقو جلب او وېش، له خیریه موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک، یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو ورکول، په روان کال کې د دغه وزارت راتلونکي پلانونه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA