ads

هلمند کې د سترګو ناروغیو وړیا درملنه

د هلمند ولایت د سرې میاشتې د مسؤولینو په هڅو، د قطر سرې میاشتې موسسې له لورې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیل شوه.
د مسؤولینو په وینا، په دغه ولایت کې به د ۲۰ ورځو په موده کې ۲۷۱ تنو ته د سترګو عملیاتونه او ۱۶۷۲ تنو ته عادي درملنه تر سره شې.

حضرت محمد روحاني
30 زمری 1403
هلمند کې د سترګو ناروغیو وړیا درملنه

د هلمند ولایت افغاني سرې میاشتې په هلو ځلو د قطر سرې میاشتي او همکارې موسسې له لوري د سترګو ناروغانو وړیا درملنې په موخه، د ډاکټرانو یوه ۷ کسیزه ډله له کابل څخه هلمند ته راغلې،  تر څو دلته په وړیا ډول د سترګو ناروغانو درملنه وکړي.

ددې پروسې د پرانېستو په مراسمو کې ډاکټر محمد جسور ابراهیم خېل د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د ۲۰ ورځو په لړ کې په مرکز لښکرګاه کې  “۲۷۱”تنو ته د سترګو د پردو وړیا عملیاتونه او د ۱۶۷۲تنو او پي ډي درملنه کېږي.

“د OPD ناروغانو شمېر۱۶۷۲، د عینکو مستحقین “۵۴۲” او د عامه پوهاوي ناروغانو شمېر ۱۶۷۲” تنه دی، چې د شلو ورځو په لړ کي به د یادو ناروغانو درملنه په وړیا ډول تر سره کړي.

د سترګو د ناروغیو دې وړیا درملنځي ته راغلو یو شمېر ناروغانو، د افغاني او قطري سرې میاشتې د دغه اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا لړۍ دې د هېواد نورو سیمو ته هم وغځول شي.

د یادولو ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې په دغه ولایت کې د سترګو د ناروغانو وړیا درملنه کیږې، په تېرو کلونو کې  هم دوه  ځلې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA