ads

د ازبکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا هڅې

ازبیکستاني چارواکي وایي چې افغانستان او ازبکستان موافقه کړې تر ځو یو تر بله تجارتي راکړه ورکړه په روان کال کې یو میلیارد ډالر او په نژدې راتلونکي کې ۳ میلیارد ډالر ته ورسوي.

نویسنده: Khalid Sahar
30 زمری 1403
د ازبکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا هڅې

د قزاقستان کاز انفورم خبري آژانس د خبر له مخې دا موافقه کابل ته، د ازبکستان د سرپرست صدراعظم عبدالله اریپوف په مشرۍ د جګپوړي پلاوي د سفر پرمهال شوې ده.
بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي وايي چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي طرحه او پلان لاسلیک شوي او پر جزییاتو یې کار روان دی.
دا موافقه د اریپوف او د ریاست الوزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شوې ده.
د راپورونو له‌مخې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د سږني کال له پیله څه باندې ۴۶۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې ، د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان ترمنځ هم یوه درې اړخیزه موافقه کېدونکې ده.
همداراز د ازبکستان، ایران او افغانستان ترمنځ د یوې موافقې په اساس به د چاه بهار بندر له لارې د ازبکستان مالونه تودو اوبو ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA