ads

تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲ زره قضیو مخنیوی شوی

د امربالمعروف ، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت، د ښځو په اړه د حجاب کولو د طرحې له نهایي کېدو ، له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۲۰۰۰ قضیو ، په بدو کې د ۳۰۰ قضیو او د ښځو د پلورلود ۲۰۵ قضیو د مخنیوي خبر ورکوي.
دغه چارواکي وايي، چې د یاد وزارت محتسبان حق نه لري چې له خلکو سره ناوړه چلند وکړي، که نه له سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.

احمدضیا انتظار
30 زمری 1403
تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲ زره قضیو مخنیوی شوی

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د پروګرامونو په دوام، د امربالمعروف ، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو سره له دوی سره د خلکو باور او همکاري زیاتېږي او په تېر یوه کال کې یې په بېلابېلو برخوکې ډېر ډېر فعالیتونه تر سره کړي دي.

د دغه وزارت د پلان او تقنین رئیس شیخ محب الله مخلص وايي، په دې موده کې له ۹ زره ډېر شکایتونه ثبت شوي، چې له دې ډلې تر ۵ زرو ډېر یې څېړل شوي دي.

 ((اووه سوه نهه اویا کیسونه چې زنانه د میراثي حقونو نه محرومې وې بحال کړې شوې او د ښځو په ضد د تشدد دوه زره کیسونه هم رامخې ته شوي دي.))

نوموړی وايي، چې د دغه وزارت ولايتي رياستونو له ١٣٠٠ څخه زياتې د دښمنۍ قضيې په دوستۍ بدلې کړې دي.

په ورته وخت کې د یاد وزارت مسلکي معین شیخ محمد فقیر محمدي وايي، د دغه وزارت په چوکاټ کې د ښځو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي، څو وکولای شي په ازاده توګه خپل شکایتونه ثبت کړي.

((موږ په وزارت کې د ښځو لپاره له ټولو اړینو اسانتیاوو سره یو جلا ځای جوړ کړی دی. هغوی کولای شي په ازاده توګه خپل شکایتونه ثبت کړي.))

د نوموړي په ​​وينا، دغه اصلاحات يوازې د هېواد په ملکي وګړو او عامو خلکو پورې محدود نه دي، بلکې هغه پوځي کسان چې سرغړونې يې کړې، پوځي محکمې ته هم معرفي شوي دي.

د امربالمعروف ، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت دغه لوړپوړی چارواکی ټینګار کوي چې د دغه وزارت هیڅ یو محتسب حق نه لري چې له خلکو سره ناوړه چلند وکړي او که کوم ناوړه کار وکړي، جدي چلند به ورسره وشي.

د يادونې وړ ده، چې د یاد وزارت چارواکو دا هم وویل چې د دوی لخوا د څه باندې ٤٠٠ جادوګرانو نيول، د موسيقۍ د ٢١ زره آلو له منځه وړل، د شرابو د پلور د ٢٥ مرکزونو بندول او د ٢٥ زره غیر اخلاقي ويډيوګانو د پلور مخه نيول شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA