ads

په تېر یوه کال کې د عامې روغتیا وزارت لاسته راوړنې

د عامې روغتیا وزارت وایي چې روان کال په هېواد کې خلکو ته وړاندې کېدونکي صحي خدمات د تېر کال په پرتله ښه شوي دي.

نویسنده: Khalid Sahar
27 زمری 1403
په تېر یوه کال کې د عامې روغتیا وزارت لاسته راوړنې

دغه وزارت یو شمېر چارواکو نن د حکومت د رسنیو په مرکې کې د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وویل چې د ولسوالیو په کچه د روغتیایي مرکزونو رامنځته کول، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ښه کول، د جمهوریت روغتون تجهیزول، د ساري ناروغیو کنترول، د ماشومانو د فلج ناروغۍ له منځه وړل او د ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په لار اچول؛ په روان کال کې د روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي وویل چې په هېواد خلکو ته صحي خدمات په ښه او باکیفیته توګه رسول کېږي
شرافت زمان د روږدو کسانو د درملنې او هغوی ته د روغتیاي مرکزونو د شتون په اړه وویل چې دوی په مرکز او ولایتونو کې د ښځینه معتادینو لپاره لس ځانګړي مرکزونه لري او په دې برخه کې یې خدمات ښه روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دط وروستیو کې د روغتیايي برخې یو شمېر مرستندویه بنسټونو د بودجې د کمښت له کبله له صحي مرکزونو سره خپلې مرستې وځنډولې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA