ads

کابل کې د ښځو آنلاین سوداګري ډېره شوې

په دې وروستیو کې د ښځو انلاین سوداګري ډېره شوې چې ورسره په دې برخه کې د ښځو فعالیتونه زیات شوي دي.

صفورا صافۍ
21 زمری 1403
کابل کې د ښځو آنلاین سوداګري ډېره شوې

یو‌ شمېر ښځې او نجونې چې کابل ښار کې پر انلاین سوداګرۍ بوختې دي، وايي، پر ښځو له محدودیت وروسته یې انلاین پلورنځي جوړ کړي او په مرسته یې کورني خواړهٔ، لاسي صنایع، سینګار توکي، حجابونه، افغاني جامې او بېلابېل توکي پلوري.

د لورا برنډ مسووله نګینه حفیظي چې د هر ولایت اصیلو افغاني جامو تولیدات لري وایي چې، د سوشل مېډیا له لارې خپلومحصولاتو ته بازارموندنه کوي او  زیاتوي چې د فېسبوک او انسټاګرام له طریقه فرمایشونه ترلاسه کوي او له دې لارې خپل توکي پلوري.

نوموړې په دې اړه داسې وایي: « زموږ مشتریان او کوم خلک چې موږ ته فرمایش راکوي اکثرهغه خلک دي چې  په بهر کې مېشت دي او د انلاین له لارې زموږ محصولات ګوري.»

د بانو فېشن مسووله ثمینه یوسفزۍ چې پر دغه کار یې شاوخوا ۲زره ډالره پانګونه کړې وایي: «زموږ کار انلاین دی، یو کال کېږي چې دې برخې ته مو مخه کړې او زموږ تولیدات د مېرمنو کالي، د نارینه کالو غاړې دي او د کور ډیکورېشن وسایل دي.»

ځینې اقتصادي شنونکي بیا انلاین سوداګري د کورني اقتصادي لپاره ښه خوځښت بولي، دوی په دې باور دي چې دا ښځو ته د عاید ترلاسه کولو یوه ښه لاره ده او ددې ترڅنګ د دوی په وینا، دې برخې کې مسلکي زده کړې ډېرې اړینې دي.

اقصادي شنونکی تاج محمد تلاش وایي: «زده کړې دې برخې ته مهمې دي، انلاین سوداګري ځانګړي مهارتونه لري، که څوک د اقتصاد په اصولو پوه نشي راتلونکي کې له ستونزو سره مخ کیدای شي.»

بلخوا بیا د سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې دوی متشبثو ښځو ته هر ډول د کار زمینه او سهولتونه رامنځ ته کړي او ښځې کولی شي، د سوداګرۍ قوانینو مطابق سوداګري وکړي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي: «انلاین راکړه ورکړې سره ستونزه نلرو دوی کولای شي، په هېواد کې د شته قوانینو په چوکاټ خپل خرید او فروش ولري، د هېواد دننه او بهر کې دوی خپل اقلام او لاسي صنایع کوی شي وپلوري.»

د یادونې ده چې، په دې وروستیو کې د افغان مېرمنو پر وړاندې کاري محدودیتونو د اندېښنو ترڅنګ یو شمېر فرصتونو ته هم پاملرنه ډېره کړې، چې یو یې هم همدا انلاین سوداګري ده؛ دا مهال د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر مېرمنو انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې او د دوی په وینا ورځ تر بلې یې کاروبارونه مخ پر ښه کیدو هم دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA