ads

د کډوالو وزارت: تېر کال نږدې دوه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکولو په غونډه کې وویل چې تېر کال له پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو څخه ۱۷ لکه، ۷۹زره او ۶۰۳ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

فرشته خرمي
21 زمری 1403
د کډوالو وزارت: تېر کال نږدې دوه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محمود الحق احدي وايي چې تېر کال ۷ لکه او ۸۸ زره او ۸۲۱ کورنیو او راستنه شویو افغان کډوالو ته د همکارو موسسو په همغږۍ نغدي، خوراکي او نورې مرستې شوې دي:

«د شته ارقامو له مخې تېر کال کابو ۷ لکه او ۸۸زره او ۸۲۱ راستانېدونکو او کورینو بې ځایه شویو سره د همکارو موسسو په همکارۍ نغدي او خوراکي توکو مرسته شوې او ټولو ته رسېدلې دي.»

بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي تېر کال له پاکستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ۵زره او ۷۶۶ افغان زندانیان د دغو هېوادو له زندانونو ازاد شوي دي.

نوموړي زیاتوي چې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۷زره او ۵۰۰ او په ایران کې ۴زره افغانان بنذیان دي چې له ایران څخه د دغو ۴زرو دوسیې افغانستان ته انتقال شوې دي:

«په پاکستان کې موږ شاوخوا ۷۵۰۰ زندانیان لرو، په ایران کې اوس مهال ۴۰۰۰ زندانیان لرو او په تېر یو کال کې د ۴زرو زندانیانو دوسیې هم له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوې دي.»

حقاني همدارنګه په ایران او پاکستان کې د افغان کدوالو د وضعیت په اړه وايي:

«يه دې وروستیو کې چې پاکستان د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه او په ایران کې له افغانانو سره چې ناوړه چلند کېږي موږ د پاکستان او ایران له چارواکو سره خبرې کړې دي او دا ستونزې مو ورسره شریکې کړې دي، خبرې اوس هم دوام لري.»

په دغه غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد وویل چې دغه وزارت د ۱۹ کورنیو خپلواکو ریاستونو په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې ریاستونو او په ایران، پاکستان، ترکیه او یونان کې هم دفترونه لري چې یو شمېر یې فعال او د نورو د فعالولو لپاره هم کار روان دی:

«د راستنېدونکو وزارت د ۱۹کورنیو خپلواکو ریاستونو په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې ریاستونو لري او په ایران، پاکستان، ترکیه او یونان کې هم دفترونه لري چې یو شمېر یې فعاله او د نورو د فعالولو لپاره هم کار روان دی»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ۴۶ ښارګوټي شته چې په تېر یو کال کې یې ۱۳ ښارګوټي د کډوالو لپاره پر دایمي استوګنځيو بدل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA