ads

په ننګرهار کې نږدې ۶زره تنکي ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

په ننګرهار کې تنکیو ماشومانو د فقر او بې‌وزلۍ له امله شاقه کارونو ته مخه کړې ده. 

سمېع الله مبارز
17 زمری 1403
په ننګرهار کې نږدې ۶زره تنکي ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

د دغه ولایت سره رود ولسوالۍ اړوند د خښتو لسګونه بټۍ شته، چې سلګونه کسان په کې په کار بوخت دي.

په ډې بټیو کې د لویانو تر څنګ تنکي ماشومان هم کار کوي ترڅو د خپلو کورنیو لپاره روزي پیدا کړي.

بلال او رحمت ولي دوه هغه ماشومان دي چې د خښتو په بټۍ کې کار کوي، دوی وايي که له کورنیو سره یې همکاري وشي؛ نو د کار پر ځای به خپلې زده کړې وکړي.

بلال:” غوښتنه مې دا ده چې زه مکتب ووایم، چې اینده ډاکټر یا استاد شم، یو نیم لک روپۍ قرضداره یوو، غریبۍ نه راغلي یوو چې کار وکړو او دا روپۍ خلاصې کړو”.

رحمت ولي:” مجبورۍ نه خښتې اچوو، غوښتنه مې داده، چې څوک مونږ سره کومک وکړي او زه مکتب ووایم”.

د یادو ماشومانو د کورنۍ سرپرستان وایي، له مجبورۍ له خپلو ماشومانو سره په دې سره لمر کې خښتې اچوي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله نفقه پیدا کړي.

عثمان، چې له خپلو ماشومانو سره د خښتو په بټیو کې کار کوي وایي، که لاسنیوی یې وشي په خپلو ماشومانو به د خښتو درانه کارونه نه کوي او ښوونځي ته به یې ولېږي.

” زمونږ غوښتنه دا ده، چې زمونږ لاسنیوی وشي، چې مونږ خپل ماشومان مدرسې او مکتب ته ولېږو، زمونږ هم زړه کېږي چې ماشومان مو درس ووایي، بس څه وکړو مجبورۍ نه دا ماشومان په دې سره لمر کې کار کوي”.

د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریس فرید الله حقاني وایي، د دوی د سروې له مخې یوازې په سره رود ولسوالۍ کې ۵زره ۸۷۹  ښځینه او نارینه ماشومان د خښتو په بټیو کې درانه کارونه کوي.

نوموړی وایي، تر ډېره یې شاقه کارو ماشومانو ته په مختلیفو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي او لا هم هڅه کوي څو شاقه کاره ماشومان له دې وضعیت را ووځي.

” هلته مونږ یوه سروې ترسره کړه چې په هغه ۵۸۷۹ تنه نارینه او ښځینه ماشومان شاقه کارونو ته مخه کړې، له دغه سروې وروسته مونږ خپل تر وسه او څومره چې مونږ سره امکانات ؤ دوی ته مو خدمات وړاندې کړي دي او په راتلونکې کې هم مونږ هڅه کوو، چې دوی سره مرستې وکړو څو د دوی شاقه کارونو مخه ونیول شي”.

د حقاني د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې یې له تورخم او یو شمیر نورو سیمو څخه په درنو کارونو بوخت ماشومان راټول کړي او د حرفوي زده کړو تر څنګه یې مرستې هم ورسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA