ads

ماشوم ته د تی ورکولو نړیواله اوونۍ؛ روغتیایي چارواکي: ماشوم ته باید تر دوو کالو شېدو ورکړل شي

د مور په شېدو د تغذیې نړیواله اوونۍ نن د عامي روغتیا وزارت له لوري په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ونمانځل شوه.

صفورا صافۍ
17 زمری 1403
ماشوم ته د تی ورکولو نړیواله اوونۍ؛ روغتیایي چارواکي: ماشوم ته باید تر دوو کالو شېدو ورکړل شي

په دغه غونډه کې د عامي روغتیا وزارت چارواکو او اړوندو نورو ادارو مسوولینو د مور د شېدو په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هره مور باید تر دوو کلونو خپل ماشوم ته خپلې شیدې ورکړي.

د عامي روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولی حقاني وویل، د تجارتي کمپنیو او شرکتونو د هغو تبلیغاتو مخویوی به کوي، چې پوډري او تجارتي شېدو ته خلک هڅوي، ځکه د مور شیدې ټولنې ته یوه الهي ډالۍ ده.

« یوه مور باید ۲ کاله ماشوم ته شیدې ورکړي بې له شرعي عذر، که مور ماشوم ته شېدې ورنکړي مور به ګناهکاره وي. هغه ماشومان چې ۲کلنۍ څخه کم دي په اسلامي شریعت کې مېندې هڅول شوي چې خپل ماشومان د مور په شیدو تغذیه کړي. ۶ میاشتو وروسته مور باید د خپلو شیدو ترڅنګ شیدو سره ماشوم ته نور خواړه هم ورکړ

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیي رئیس ډاکټر محمد وزیر حامد په دغه غونډه کې وویل، چې د مور شېدې ماشومان له مکروبي او مزمنو ناروغیوڅخه ساتي او په غټوالي کې هم پر ډېرو ناروغیو داخته کېدو چانس کموي.

ډاکټر محمد وزیر حامد وایي: «۶ میاشتو پورې ماشوم ته د مور شېدې پوره خواړه دي، ۱کال پورې د نیمایي خوړو اړتیا پوره کوي او تر۲ کلنۍ د ماشوم دریمه برخه خواړه برابروي. د مور شېدې په کافي اندازه اوبه لري چې په ګرم او وچ موسم کې بسنه کوي

دغه راز د یونيسېف ادارې استازي ډاکټر محمد امین وویل چې، دوي په ټول افغانستان کې د میندو د صحت  لپاره ۱۵ ډوله ویټامیني مېنرالونه ویشلي چې نیم میلیون مېندو ته رسېدلي او د کال تر اخره به ۱.۴ میلیونه مېندو ته د لاس رسي وړ وي.

نوموړي وویل: «په لومړنیو ۷میاشتو کې هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته دي ۲۸۲۲۸ ماشومان بستر شوي چې له دې ډلې ۱۰۲۴۰ د ۶ میاشتو څخه کم عمره ماشومان دي. که یوه مور لومړنیو ۶ میاشتو کې خپلې شیدې ماشوم ته ورکړي ماشوم کې د خوارځواکۍ مخه نیسي

د یادونې ده، چې د ۱۹۹۲ کال راهیسې د مور له شېدو د تعذيي نړیواله اوونۍ هر کال د اګست میاشتې په لومړیو کې په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي او په لړ کې یې د مور په  شیدو د ماشوم د تغذیې لپاره کمپاین کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA