ارزګان چې له کلونو راهیسې په کې کروندګرو د انځرو د باغونو جوړېدو ته مخه کړې، دا مهال په ياد ولايت کې پر ۵۲۰ هکټاره ځمکه د انځرو باغونه جوړ شوي دي.
د ياد ولايت د انځرو باغ لرونکي وايي، که څه هم د انځرو باغونه د پخوا پرتله زيات شوي؛ خو سږکال په يادو باغونو کې ناروغۍ رامنځته شوي چې ورسره يې د حاصلاتو کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
يو تن باغ لرونکي امين الله وايي:«سږکال خو انځر ډېر سم وو؛ خو دغه بارانو خراب کړل، که چېرې له ورښتونو څخه پاتې شوي وو، ډېر ښه حاصلات يې کول ځکه انځر ډک وو، هغه باغونه چې ۴ خرواره انځر يې کول هغه اوس پر ۲ خرواره ولاړ دي.»
د ارزګان ولايت يو شمېر نور کروندګر هم د خپلو انځرو د باغونو د ناروغيو څخه شکايت کوي او وايي چې سږکال د خپلو انځرو حاصلاتو ته هېڅ هيلهمن نه دي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د انځرو په باغونو کې د رامنځته شویو ناروغيو د کنټرول په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
يو بل د انځرو باغ لرونکي اختر محمد کليد ته وويل:«دغه ۵ جريبه باغ دی سږکال يې نيمايي حاصلات نشته سم انځر وو، ټول شوه سوي دي، موږ اوس دلته لمر ته راوړي دي ټول خراب دي چې د ۲۰ لکه افغانيو باغ وو، اوس ۱۰ لکه افغانۍ قيمت لري.»
د ارزګان ولايت ځايي مسولين هم مني چې په ياد ولايت کې سږکال د انځرو باغونو ناروغۍ کړي چې له امله به يې د انځرو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي.
د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست وياند عبدالمنان فاروقي وايي چې هڅې يې پيل کړي ترڅو ټول ارزګان مېشتو د انځرو باغ لرونکو ته روزنه ورکړي.
هغه وايي:«لامل د دغه ژړي مرض دغه ده چې په معیاري ډول د اوبو رسول سيستم دی چې اوبه رسول يې په معياري ډول نه دي شوي په دې اړه زموږ مسلکي ټيم کروندګرو ته پوهاوی ورکړی دی او په راتلونکي کې به هم د عامه پوهاوي پرګرامونه روان وساتو.»
بې موسمه ورښتونه او د انځرو د روزنې په برخه کې د عامه پوهاوي کمښت هغه لاملونه دي چې سږکال به د ياد ولايت د انځرو د باغونو په حاصلاتو کې کموالی راشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ