د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریس سلیمان ایمن وایي، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره یې په دغه ولایت کې د ځنګلونو د بیا احیا هڅې پیل کړي، چې یوازې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د جیف برنامې له لارې په ۲۹۸۰ هکتاره ځمکه ځنګلونه کرل شوي او په ۳۲۱ هکتاره ځمکه یې نوي بڼوڼه جوړ کړي دي.
نومړی وایي،
” په تېرو جنګونو کې، د قاچبرانو او نورو لاملونو له امله د کونړ د ځنګلاتو ډېره برخه تخریب شوې ده، چې څه سوځېدلې او څه د قاچبرانو له لوري قطع شوې ده.
اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې د ځنګلاتو د قطع کېدو مخنیوی څنګه وشي، همدارنګه څنګه بیا احیا شي په دې برخه کې مو مختلفې برنامې پر لاره اچولې دي“.
د جیف برنامې له لارې د اسمار ولسوالۍ د اوغز باغ درې په لرې پرته سیمه کې هم ځنګل رغول شوی، چې د چهار مغزو ډېرې ونې په کې کېنول شوې دي.
ځایي اوسیدونکي د ځنګل د بیا احیا هڅې ستایي او په دغه ولایت کې د نورو ځنګلونو د جوړېدو غوښتنه هم کوي.
روح الله او شهزاده ته، چې د جیف برنامې له لارې بوټي ورکول شوي وایي،
شهزاده:” دلته ونې په بې رحمانه ډول وهل شوې وې، چې اوس مونږ ته د موسیسې له لوري د چهار مغزو بوټې راکړل شول“.
روح الله:” دغه کوم بوټي، چې تاسې وینئ، دا مونږ ته د جیف موسیسې له لوري راکړل شوي او ښه نتیجه یې ورکړې او د خاورې مخنیوی هم کړی، نور هم غواړو چې مونږ سره په دغه برخه کې مرستې وشي“.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولین وایي، د جیف موسیسې له لوري په اسمار او ماڼوګي ولسوالیو کې یې ۲۹۸۰ هکتاره ځمکه ځنګلونه رغولي دي.
په کونړ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول احمد خالد ویاړ وایي، د دې تر څنګ په ځینو سیمو کې یې مېوه داره بوټي هم وېشلي دي.
” په دغو دوو ولسوالیو کې مونږ پر ۲۹۸۰ هکتاره ځمکه ځنګلونه بیا رغولي دي، مونږ دوه ډوله فعالیتونه لرو، چې یو د ځنګل رغونه ده او بل د نوي ځنګل جوړول دي، چې په دواړو برخو کې خلکو ته د چهارمغزو او ناجوګانو نیالګي ورکول شوي دي“.
د دوی د معلوماتو له مخې، د بدیل معیشت پروګرام له لارې یې یو شمېر نور فعالیتونه هم ترسره کړي، چې هدف یې د ځنګلونو د پرېکولو مخنیوی دی.
دوی همدار راز زیاتوي، د ځنګلونو د احیا پر مهال ټاکل شوی ځنګل قرنطین کوي او هلته د خلکو او څاریو تګ منع کوي، څو ځنګلونه په ښه ډول ورغول شي.
هیره دې نه وي، چې په دې ورستیو کې د کونړ ولایت په ګډون ختیځو ولایتونو کې د ځنګل ساتنې لپاره شنه قطعه منظور شوې او په فعالیت یې پیل کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ