ads

د پاسپورټونو د ورکړې له بهیره شکایت؛ خلک: اسانتیاوې دې برابرې شي

په کابل ښار کې د پاسپورټ عمومي ریاست له لوري د درېیو نویو څانګو له پرانیستلو سره سره لاهم خلک شکایت کوي او وايي، چې لازمې اسانتیاوې نه دي ورته برابرې شوې.

صفورا صافۍ
16 زمری 1403
د پاسپورټونو د ورکړې له بهیره شکایت؛ خلک: اسانتیاوې دې برابرې شي

خلک وايي، چې دوی د پاسپورټ اخیستو لپاره اوږد انتظار باسي او په دې برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی سلیم وایي، چې پاسپورټ اخیستل د هیواد د هر وګړي حق دی او دا چاره باید پرته له کوم خنډ ترسره شي:

«د پاسپورت څانګې که پرانیستل شوي هم دي، خو د خلکو ستونزې لا هم ندي هوارې شوي، د پاسپورت نوبت ته د میاشتو انتظار کوو، خلک ناروغان وي، له چارواکو هیله کوو چې دغه ستونزې حل شي او اسانتیاوې رامنځ ته شي.»

دا چې کابل کې د پاسپورټ د نوو څانګو له پرانېستل کیدو سره هم د پاسپورټ اخیستو برخه کې ستونزې پر ځای دي، ځینې خلک د نورو څانګو د پرانیستو غوښتنه کوي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی جاوېد هم وایي:

: «په کابل کې د پاسپورټ تازه څانګې پرانیستل شوي چې لا هم کمې دي باید دا څانګې زیاتې شي ترڅو خلک وکولای شي چې په اسانۍ سره پاسپورټ ترلاسه کړي.»

بلخوا بیا د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکي په دې نظر دي چې د دوی خدمتونه ګړندي شوي او زیاتوي چې د اړتیا وړ ټول امکانات په نظر کې نیول  شوي دي:

د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن په دې اړه داسې وایي: «د پاسپورټونو د وېش لړۍ د کابل په ګډون په ولایاتو کې هم اسانتیاوې برابرې شوي، او زموږ خدمتونه ګړندي شوي. نارینه او ښځینه کارمندانو ته بېل کاري ځایونه مو جوړ کړي، موږ د افغانستان بانک ښاري څانګه پاسپورټ ریاست کې دننه خلاصه کړې، اوس مهال کار کوو چې د دې بانک  څانګه په درې واړو سايټونو کې هم پرانیزو.»

د یادونې وړ ده، چې وروستیو څو کلونو کې د پاسپورټ اخیستو غوښتنې ډېرې شوې او ډېر کله دې برخه کې د خلکو شکایتونه هم راپورته شوي دي.

دوه اوونۍ وړاندې د پاسپورټ عمومي ریاست له لوري د پاسپورټونو د ویش په بهیر کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه، کابل کې درې نوې څانګې پرانیستل شوې او ژمنه وشوه، چې په دې برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA