ads

خلک: د افغاني بانک نوټونو سمه ساتنه د هر افغان ملي دنده ده

په هېواد کې د کاغذي بانک نوټونو ساتلو ته د خلکو نه پاملرنه او په بازار کې د نغدي معاملو زیاتوالی د زړو بانک نوټونو د ډېرېدو سبب شوی، چې خلک یې د راکړې ورکړې پرمهال له ستونزو سره مخ کړي دي.

فرشته خرمي
16 زمری 1403
خلک: د افغاني بانک نوټونو سمه ساتنه د هر افغان ملي دنده ده

یو شمېر هېوادوال له خلکو غواړي چې د بانک نوټونو ساتلو او سمې کارونې ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د دوی په وینا هر کال په هېواد کې په میلیونونه بانک نوټونه د زړوالي له کبله سوځول کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکی صمد وايي چې خلک باید بانک نوټونه سم وساتي ترڅو له وخت مخکې زاړهٔ نه شي:

«خلک باید  پیسې سمې وساتي ترڅو زر زړې نه شي او تر ډېره ترې ګټه واخیستل شي. د پیسو د ساتلو لپاره باید له جیبي بټوو ګټه واخلو او دولت هم باید دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو پیسې سمې وساتي.»

د کابل ښار بله اوسېدونکې لیمه هم وايي چې د افغاني بانک نوټونو سمه ساتنه د هر افغان ملي دنده ده او باید دې برخه کې ټول خپل مسوولیت ته پام وکړي:

«د افغانیو ساتنه د هر افغان ملي دنده ده او هغه خلک چې پیسې موټی کوي دا ددې سبب کېږي چې پیسې ژر زړې شي او د پیسو سم ساتل د هغوی له سون څخه هم ساتنه کوي.»

هېوادوال داسې مهال له خلکو د بانک نوټونو د ساتنې او پاملرنې غوښتنه کوي چې د روانې میاشتې له پیله تر دې مهاله د افغانستان بانک په لوديځ، شمال او شمال ختیځ زون کې له یو نیم میلیارد ډېر زاړهٔ او مندرس بانک نوټونه سوځولی دي.  

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري له خلکو غواړي چې د بانک نوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي ځکه په وینا یې هر کال په زیاته کچه د بانک نوټونو سوځول ملی اقتصاد ته زیان رسوي:

«موږ له هېوادوالو هیله لرو چې د بانک نوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي ترڅو بانک نوټونه له مخکې زاړه نه شي. هغه بانک نوټونه چې له وخت مخکې زړېږي نو د افغانستان بانک اړ دی چې له وخت مخکې نور بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي چې دا خپله اضافي مصرف دی او په ملی اقتصاد منفي اغېز لري.»

بلخوا اقتصادي کارپوهان هم وايي چې هر کال په میلیونونه افغانۍ سوځول د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز لري او باید د دې چارې مخنیوي لپاره بانکي سیستم پیاوړی او د فزیکي پیسو استعمال راکم شي.

اقتصادي شنونکی نازک میر زیارمل په دې اړه وايي:

«موږ هر کال یا دوه کاله وروسته په میلیاردونه افغانۍ سوځوو، د دې لپاره چې د پیسو له زړوالي او سوځولو مخه ونیول شي باید دیجیټل بانکي سیستمونه فعال شي. چې هرڅومره له فزیکي پیسو ګته اخیستنه کم شي همدومره د اضافي لګښتونو مخ نیول کېږي.»

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې تېر کال په ټول هېواد کې څه باندې ۵.۲ میلیارده زاړه افغاني بانک نوټونه راټول او سوځول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA