ads

پر کونړ سیند د برښنا درې بندونو له جوړېدو د خلکو هرکلی

د کونړ اوسېدونکي خوښ دي چې د یو چينايي شرکت له لوري د کونړ پر سیند د برښنا ۳ بندونه جوړيږي او وايي ددې بندونو په جوړیدو سره به په کور دننه د برښنا له ستر نعمت څخه برخمن شي.

نویسنده: Khalid Sahar
12 زمری 1403
پر کونړ سیند د برښنا  درې بندونو له جوړېدو د خلکو هرکلی

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي یو چينايي شرکت د کونړ پر سیند د دریو بندونو په جوړولو پانګونه کوي. د یاد وزارت د مسؤولینو په خبره دغه کار به ډېر ژر پیل شي.
د ابو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي:
«د یو چینايي شرکت مسؤولین وزیر صیب سره په ناسته کې د کونړ پر سیند د ۳ برښنا بندونو جوړولو ته لیوالتیا وښوده او ډېر ژر به پرې کار پیل کړي همدارنګه وزیر صیب هم هغوی ته د هر ډول همکارئ ډاډ ورکړ.»
د عابد په خبره یاد بندونه د شال، سور طاق او سیاګي په سیمو کې دي چې هر بند به یې د۷سوه میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت ولري. دی زیاتوي چې یاد وزارت د چینايي شرکت د دغه اقدام هرکلی کړی او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې کړې.
«نوموړي بندونه د برښنا او انرژۍ د تولید بندونه دي، چې دا لوې پروژې دي او هر بند به انشاء الله ۷ سوه ميګاه واټه برښنا تولیدوي.»
په ورته مهال د کونړ اوسېدونکي خوښ دي او وايي ددې بندونو جوړیدو سره به په کور دننه د برښنا له ستر نعمت څخه برخمن شي.
دوی وايي د دغو پروژو د عملي کولو په پار هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د کونړ ولایت اوسېدونکی عبدالوحید وايي:
«موږ ډېر خوشحاله یو، دا یو لوی اقدام دی د دې بندونو جوړیدوسره به نه تنها د کونړ بلکې د ټول افغانستان د برښنا ستونزه حل کړي انشاء الله
موږ له ډېرو کلونو دا ارمان درلود، چې په دې سیند دې بندونه جوړ شي. د شکر او ویاړ ځای دی چې داد هیلې مو رنګ راوړی او پخیر به دا بندونه جوړ شي موږ هر ډول ملاتړ ته یې چمتو یو.»
پر دې سیند د بندونو جوړیدل له ډېرو کولونو راهیسې د کونړ د خلکو ارمان دی دوی وايي هیله لري، چې د یادو بندو نو د جوړیدو چارې ډېر ژر پیل شي.
پر کونړ سیند د برښنا د بندونو جوړیدو خبره داسې مهال کيږي، چې لا هم افغانستان د برښنا د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دی او د اړتیا وړ برښنا له ګاونډي هېوادونو څخه واردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA