د اې سي اې پي ایس په نوم اضطراري بحراني شرایطو کې بشري اړتیاوو د ارزونې بنسټ په افغانستان کې اقلیمي بدلون د اغیزو په اړه په یوه راپور کې له نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل ، دیخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدنې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.
په راپور کې راغلي چې که څه هم افغانستان د ګلخانه يي ګازونو د خپریدو په برخه کې ډیره کمه ونډه لري، خو په نړۍ کې د اقلیم د اغیزو د لسو تر ټولو زیانمنوونکو هیوادونو په ډله کې ځای لري.
یاد بنسټ ویلي چې په افغانستان کې د ګرمۍ کچه د نړۍ د ګرمۍ د کچې له اوسط څخه پورته ده او د ۱۹۵۰ کال راهیسې هرکال په دغه هیواد کې د ګرمۍ کچه د ساتني ګیریډ په کچه ۱.۸ درجې زیاتوالی موندلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سېلابونو او توپانونو په هېواد کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه چریبه کرنیزه ځکمه یې هم ویجاړه کړه.