ads

په بلخ کې یوه کارخونه هره ورځ ١۵٠٠ بټرۍ تولیدوي

په بلخ کې د بټریو د تولید یوې کارخونې مسوولین وايي، په ورځني ډول د ٣٠٠٠ بټریو د تولید ظرفیت لري؛ خو د امکاناتو نشتون له امله اوس یوازې ١۵٠٠ بټرۍ توليدوي.

احمد الله ستانکزی
11 زمری 1403
په بلخ کې یوه کارخونه هره ورځ ١۵٠٠ بټرۍ تولیدوي

د یادې کارخونې مسوولین وایي، تولیدات یې له نړیوالو سټنډرونو سره په معیار برابر دي او دا مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ترې ګټه هم اخیستل کېږي.

د کارخونې مسوول حسیب الله بارکزی وايي، کارخونه یې په ورځني ډول ۱۵۰۰ سوه بټرۍ تولیدوي او زیاتوي، که امکانات ورته برابر شي د ٣٠٠۰ بټریو د تولید ظرفیت لري.

د هغه په خبره، په یاده کارخونه ۱۲۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

«د تولید درې برخې لرو، چې هره برخه کې په اته ساعتونو کې ۵۰۰ دانې بټرۍ تولیدوي، چې په مجموعي ډول په ورځ کې ۱۵۰۰ بټرۍ تولیدېږي. که امکانات وي په ۲۴ ساعتونو کې دغه کارخونه د ۳۰۰۰ بټریو د تولید ظرفیت لري.»

په دغه کارخونه کې پر کار بوخت کاریګر دغه ډول کارخونې ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې د فرصتونو برابرولو لپاره ګټورې بولي او له سوداګرو غواړي چې هېواد کې له شته امن څخه په استفادې دې دلته پانګونه وکړي.

 د یادې کارخونې دوه کاریګر سخي داد او اسلام الدین وايي خوښ دي چې د هېواد د ځان بسیاینې تر څنګ د ځان او کورنیو لپاره له همدې لارې نفقه برابروي.

« ډېر خوشاله یم، دا پنځه کاله کېږي، چې په دې کارخونه کې کار کوم. له نورو سوداګرو هم غواړو، چې ورته ډول کارخونې او فابریکې جوړې کړي، ترڅو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.»

« له بهر مېشتو افغان سوداګرو غواړو، چې په کور دننه دې پانګه ونه وکړي،ځکه چې خلک وزګار دي او دوی به په کې کار وکړي او روزګار به یې ورسره ښه شي. خلک به بیا ایران، ترکیه او نورو هېوادونه ته غریبۍ پسې نه ځي.»

د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، اسلامي امارت تل د صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ کړی او هڅه کوي چې کورنیو تولیداتو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس امیر محمد متقي وایي، د داخلي تولیداتو د ترویج او پانګه‌والو د ملاتړ لپاره يې يو شمېر اقدامات کړي او ډاډ ورکوي، چې ټولو ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.

 « د بې کیفیته توکو د وارېدېدو مخنیوی شوی، اوس زموږ سوداګر ورسره رقابت کولای شي. دوی ته موږ په هره برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي دي. په بلخ کې الحمدالله یوه دقیقه هم برېښنا نه ځي او د برېښنا په برخه کې ځانګړی تخفیف ورکړل شوی.

د صنعت په برخه کې یو کیلو واټ برېښنا په ۱۸ افغانۍ ده؛ خو دوی ته په ۶،۲۵ افغانۍ ورکړل شوې ده.»

د یادونې ده چې دغه کارخونه د بټریو پر تولید سربېره، د موټرو تولید برخه کې هم فعالیت کوي او تر دې مهاله يې لسګونه ډوله موټر هم جوړ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA